Pages

Wednesday, July 14, 2010

Bangash

بنګش په کرلاڼو کښي شامله طبقه ده. دا خلک په خالده افغانه هم مشور دي. ويل کيږي چي د دوي د مشر نيکه اسمعيل نوم وو. د هغه دوه ځامن وو چي نامي ېي ګار و سمل وو. لومړي دا خلک د زرمت په علاقه کښي په ګرديز پراته وو او د خپلو کورنيو جنګونو له امله کمزوري شول.

دوي په خپلو کښي په دو ګوند ونو ويش دي: ګار و سمل. د زرمت د علاقي ته دا خلک غلجو په شړلو مجبوره کړل او دوي کډي راوکړي او د سپين غره په سويل د کرمي، پيواړ او شلوزان په علاقه ېي قبضه وکړه، خو د اورکزو او دوي تر مينځبدي پيدا شوه. بنګښو د خټکو په مرسته اورکزي د کوهاټ نه وشړل، خو د دوي تر مينځد جنګونو دا لړي لار وا نه وه. اخر ېي سوله وکړه د قطب په لور غرئيزه علاقه د اورکزو اورسيدله او د بنګښو دره قبله په نمرخاته اوږده او د غرونو په مينځ کښي اورسيدله.

د دوي مشرقي ، جنوبې او غربي پولي له خټکو سره لګيدلي دي او قطب ته ېي اورکزي دي. د دوي څه مغربي او جنوبي برخه له وزيرو سره هم لګيدلي ده.

بنګښ ډېر زړور او توريالي خلقه دي. هانګو، درسمند، ستوزي، توغ، توره وړي، او نور د دوي د علاقي مشهور کلي دي. د دوي قوم ځيني خلک د ايران د مازندران په صوبه کښي هم شته دي او ځيني په هند کښي هم ميشته دي. خصوصا په فرخ اباد کښي د فرخ اباد نوابان په خټه بنګش خلق اباد دي.

بنګش په پښتنو کښي ډيره اهمه قبيله ده او په دوي کښي د هنګو خانان د ښواخلاتر له کبله ډير ښه ياديږي.